سیمه ییز خبرونه
د فراه ولایت د دارآباد خلک د خوندي امنیت احساس کوي
د فراه ښار په څنډه کې د دارآباد سیمې خلک د مرکز په پرتله د خوندي امنیت احساس کوي.
د فراه له ښار څخه یو څه لیرې د دار آباد سیمې خلکو لاسونه یو کړي او هیڅ وسلوالې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې په کې وسلوال فعالیت وکړي؛ ځکه یې خلک د ښار له مرکز څخه هم د خوندي امنیت احساس کوي او ان د هلکانو او نجونو ښوونځي په کې پرانیستي دي.
د سیمې د نجونو یوه ښوونځي ته هره ورځ له دوه زره ډېرې نجونې ور روانې وي، چې په ښکاره د زدکړو بهیر سم او اغېزمن روان دی.
د دار آباد د یو ښوونځي زدکوونکې قریشه وایي، چې د سیمې خلکو د ښوونې او روزنې د ډاډمن بهیر په ترسره کولو کې لوی لاس لري.
د هغې په وینا؛ که د سیمې د خلکو امنیتي ډاډ نه وي، مونږ نه شو کولی زدکړې تر سره کړو.
د فراه ولایت مرکز څه موده پخوا پېنځلس ورځې د وسلوالو طالبانو لخوا کلابند و؛ خو داراباد ته وسلوالو ډلو د ورتګ زړه ښه نه کړ.
د سیمې قومي مشراحمد شاه رشیدي وايي؛ نه غواړو، چې ښوونځي او کورونه مو د اور په لمبو کې وسوځي؛ خو د سیمې خلک له حکومت څخه سخت ناراضه دي.
د دارآباد اوسیدونکی محمد داوود په ډاګه کړې، چې حکومت نه سړکونه ورته جوړ کړي او نه یې د پراخو دښتو د خړوبولو لپاره کوم ګام پورته کړی دی.
دوی وسلې په غاړه د خپلو ښوونځیو ساتنه کوي.
د فراه په دار آباد سیمه کې شاوخوا شل زره کورنۍ اوسیږي.
خبریال: احمد فرشاد صالح