تازه خبرونه

د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره اقتصادي هوکړې وشوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ وزارت وایي، د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره اقتصادي هوکړه لیکونه لاسلیک شول، چې له مخې به یې د افغانستان پر صادارتي توکو تکس او مالیه کمیږي، د قرنطین سرتیفیکت هم لغوه او د مالوچو صادرات به له سره پیل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې له جنجالونو وروسته اوس مهال دواړو هېوادونو اقتصادي پرېکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې پربنسټ به یې تر یوه حده ستونزې حل شي.

د افغانستان پر صادراتي توکو د تکس او ماليې کموالی، د قرنطین د تصدیق نامې او د هغې د سختو شرایطو لغو کیدل او د مالوچو د صادراتو له سره پیل له هغو مواردو څخه دي، چې دواړو هېوادونو پرې هوکړې وکړې.

د سوداګرۍ وزارت له دغه اقدام هرکلی کوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د سوداګری وزارت ویاند مسافر قوقندي دا هم څرګندوي، چې د اړیکو بیا رغول د افغانستان له پاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.    

ددغو ستونزو حل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې ترڅنګ د صادراتو کچه هم لوړه کړې؛ خو د سوداګرۍ خونې بیا له پاکستان سره د ترانزیتې ستونزو پر حل ټینګار کوي.

د سوداګری او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي: یو شمېر سرحدي- تخنیکي ستونزې وې، چې ګمرک باید په تورخم، بولدک او غلام خان بندرونو کې ۲۴ ساعته کار وکړي، چې په دې اړه کار شوی او پاکستان اوس تورخم خلاص کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جنجالونه د دواړو هېوادونو سوداګریزه راکړه ورکړه اغېزه کړې ده.

Trending

Exit mobile version