بلخ @ps
د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش طالبانو نیولی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییز چارواکي مني، چې د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ مرکز لولاش طالبانو نیولی دی.
د فاریاب ولایتي شورا رییس طاهر رحماني څرګنده کړې، چې له طالبانو سره په نښته کې د کوهستان د ولسوال عبدالرحمن پناه په ګډون اته امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د ښاغلي رحماني په وینا؛ طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ پر مرکز برید کړی او هغه یې نیولی دی.
ویل کیږي، چې لسګونه امنیتي ځواکونه د طالبانو تر محاصرې لاندې دي؛ خو جګړه پرې اوس هم روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په شمال کې پوځي چارواکي د دغو پېښو په اړه څه نه وایي.
په تېر یو کال کې دا دوه یم ځل دی، چې د دې ولسوالۍ مرکز طالبان نیسي.