تازه خبرونه

د فراه د پرچمن پخوانی ولسوال له خپلو ۱۵ساتونکیو سره نیول شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه د پرچمن ولسوالۍ پخوانی ولسوال داوود مبارز د امنیتي ځواکونو لخوا له خپلو پېنځلس ساتونکیو سره ونیول شو او کابل ته رالیږدول شوی دی.

د فراه والي ویاند ناصر مهري وايي، نوموړی د شخصي زندان د لرلو، پر خلکو د ظلم او له قانون څخه د سرغړونې پر تور نیول شوی او له پېنځلس ساتونکیو سره کابل ته لیږدول شوی دی.

که څه هم طالبانو ادعا کړې وه، چې داوود مبارز یو شمېر وسلې او سیمې دوی ته سپارلي؛ خو د فراه د ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزایی له طالبانو سره د داوود مبارز اړیکې او همکاري ردوي او وایي؛ دوه وروڼه یې، چې یو د ملي امنیت مدیر او بل د دې ولسوالۍ امنیه قومندان و؛ د داوود له نیولو مخکې له خپلو وسلو سره طالبانو سره یوځای شوي دي.

نوموړی له قانون څخه د داوود سرغړونه او پر خلکو ظلم تائیدوي او وايي، د هغه  په اړه د پرچمن ولسوالۍ د اوسیدونکیو لخوا لسګونه شفاهي او مستند شکایتونه شوي دي.

داوود مبارز نږدې لس کاله مخکې د خپل پلار له وژل کیدو وروسته، چې د پرچمن ولسوال و؛ د خپل پلار ځایناستی شو، چې تېر کال له دندې ګوښه شو.

Trending

Exit mobile version