تازه خبرونه
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ملا امام ترور شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې ناڅرګندو وسلوالو نن له غرمې مخکې د امنیه قومندانۍ ملا امام مولوي حمیدالله ترور کړی دی.
د فراه والي ویاند ناصر مهري پېښه منلې او وایي؛ مولوي حمیدالله هغه مهال د ناڅرګندووسلوالو لخوا د ملي امنیت ریاست دروازې ته نږدي د کلاشنکوف پر ډزو ووژل شو، چې خپلې دندې ته پر لاره و.
ښاغلی مهري دغه وسلوال طالبان بولي او وایي، چې د قاتلانو د نیولو هڅې روانې دي.
فراه د هېواد د لویدیځ زون یو ناامنه ولایت دی، چې طالبان یې په پراخو سیمو کې وسلوالې هڅې لري.
طالبانو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه ندي ویلي.