تازه خبرونه
د کابل د نوي ښار اړوند پارک ته نږدې یو ځانمرګی برید شنډ شو
امنیتي چارواکو ویلي، چې یو ځانمرګی بریدګر د کابل په نوي ښار کې موخې ته له رسیدو مخکې وژل شوی؛ خو وروسته چاودنه رامنځته شوه، چې په کې یو کس ټپي شوی دی.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی او وایي؛ بریدګر غوښتل، چې د ښار په پارک کې د حزب جنبش د پلویانو اعتراضي ناسته تر برید لاندې راولي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې بریدګر د پولیسو پر مرمیو ویشتل شوی او بل چا ته زیان ندی اوښتی.
د حزب جنبش پلویانو د جنرال عبدالرشید دوستم، چې اوسمهال په ترکیه کې دی د راتګ او په فاریاب کې د دغه جزب د نیول شوي استازي نظام الدین قیصاري د راخوشې کولو غوښتنه کړې ده.
ویل کیږي، چې د حزب جنبش پلویانو لومړی غوښتل خپل اعتراض په زنبق څلورلاري کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر ته نږدې تر سره کړي؛ خو د امنیتي ګواښونو له کبله یې ځای د نوي ښار پارک ته راولیږدول شو.
دا لومړی ځل نه دی، چې ځانمرګی برید ګر لاریونکوونکي د ځانمرګي برید موخه ګرزي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې اعتراض کوونکیو ته له رسیدو مخکې د پولیسو لخوا وژل کیږي.