تازه خبرونه
د کابل په درې ورځني نندارتون کې ۳۵ میلیون افغانۍ پیر او پلور شوی
د کرنې وزارت مرستیال حنیف صوفي زاده وایي، تر اوسه له دې نندارتون څخه شاو خوا پنځوس زره کسانو لیدنه کړې او د سوداګرو او بزګرو ترمنځ په قرادادونو هم خبری روانې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی اعتبارخان ځدران وایي، چې دا نندارتونونه کو لی شي د کرني په برخه کې پا نګوال پانګو ني ته وهڅوي.
د نندارتون یو شمېر پلورونکي له یاد نندارتون څخه خوښ بریښي او زیاتوي، چې د پام وړ مشتريان يي درلودل.
له کندوز څخه راغلی کروندګر وایي، نندارتون ته مې و طنۍ وریجې راوړي او بازار مو هم ښه و.
صنعت کاري میرمني بیا تر ډېره له دې نندارتون څخه رضایت نه لري او وایي، چې د تېر په پرتله مارکیت پیکه و.
پهع نندارتون کې د تخار برخواله وایي، خپلې لاسی صنایع مې راوړي؛ خو ښه مارکیت نه لري. دوت باید نندراتونو نه زیاد کړي.
په نندارتون کې د کابل برخواله وایي، د تېر په پرتله مو مارکیت تود نه دی.
دوی له دولته غواړي، چې د میرمنو لپاره ځانګړي مارکیتونه برابر کړي، چې ښه مارکیت او پیرو دونکي پیدا کړو.
د کرني وزارت له خوا د دغه جوړشوي نندارتون لپاره په ۲۸۰ غرفو کې د هېواد له بېلابېلو برخو کرنیز تو لیدات نندارې ته ایښول شوي وه، چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده.
خبریال: اسلم حجاب