تازه خبرونه

د نظام الدین قیصاري له ساتونکیو سره تاوتریخوالی څېړو- لویه څارنوالي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

لویه څارنوالي وايي، چې د نظام الدین قیصاري له ساتونکیو سره د تاوتریخوالي قضیه څېړو او د قانون له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند تر سره شي.

په فاریاب او د شمال په ۸ نورو ولایتونو کې د نظام الدین قیصاري له ساتونکیو سره د افغان سرتېرو لخوا د ناوړه چلند په اړه غبرګونونه اوس هم روان دي. په خپره شوې ویدیو کې ښکاري، چې افغان ځواکونو، یو شمېر کسان پړمخې څملولي او له هغوی سره فزیکي تاوتریخوالی تر سره کوي.

ادعا دا ده، چې ګواکي نیول شوي کسان د نظام الدین قیصاري ساتونکي دي.

د افغانستان د کومندو ځواکونو د قول اردو عمومي قومندان ويلي، چې سرتېري یې په سیاسي لوبو کې ښکېل ندي او نه په فاریاب کې د کومندو پر نوم تر سره شوی عمل د ده له سرتېرو سره تړاو لري.

د کومندو ځواکونو د قول اردو قومندان بسم الله وزیری وایي، چې: په فاریاب کې له رامنځته شوې پېښې یو شمېر بې خبره عناصر ځانګړې ګټه پورته کوي او غواړي د کومندو ځواکونو پر سپیځلې لمن تور داغ ولګوي. کومندو د افغانستان ملي قطعه ده او هیڅکله به ځان په ځانګړیو غوښتنو کې ښکېل نکړي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ هیچا نه رسمي، نه شفاهي او نه مخابروي امر کړی، چې افغان دې تر پښو لاندې کړي.  

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي، چې د نظام الدین قیصاري دوسیه اوس هم په ملي امنیت کې ده او دوی ته نده سپارل شوې.

هغه زیاته کړې، چې: د هېواد لویه څارنوالي د تاوتریخوالي دغه ادعا تر څېړنو لاندې نیسي.

دغه راز ویل شوي، چې د نظام الدین قیصاري د نیول شویو ساتونکیو له ډلې اته کسان تازه خوشې شوي دي.

 ولسمشر غني هم په فاریاب کې له نیول شویو کسانو سره د شوي تاوتریخوالي د پلټنې او د عاملینو د نیولو امر کړی دی.

Trending

Exit mobile version