تازه خبرونه
د کابل ښار د افشارو پر سیمه ۵ توغندي وتوغول شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن غرمه مهال یوه نیمه بجه د کابل ښار د پېنځمې امنیتي حوزې د افشارو پر سیمه ۵ توغندي وتوغول شول.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایي، دغه توغندي د افشارو پر سیمه له ناڅرګند لوري توغول شوي دي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړې، چې څلور توغندي د غره پر لمنه او یو بل د یوه کور پر انګړ راپریوتي دي، چې په کې درې کسان ټپیان شوي دي.
له سیمې څخه د آریانا نیوز خبریال حکمت الله نوري په ډاګه کړې، چې د توغول شویو توغندیو پر لامل د اړوند سیمې د زدکړو ټول بنسټونه رخصت شوي دي.