تازه خبرونه

د کابل د بادام باغ نباتي او حیواني لابراتوارونه ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي وایي، د کابل د بادام باغ د نباتي ناروغیو د تشخیص، د کرنیزو او حیواني محصولاتو او کیمیاوې سرې د کیفیت معلومولو لابراتوارونه به تر دوه نورو میاشتو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغو بېلابېلو لابراتوارونو د ودانۍ کار بشپړ شوی او څلور سوه میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

مسوولین وايي، چې د کرنیزو لابراتوارنو دغه کمپلکس په دوه میاشتو کې پر ټولو وسایلو سمباليږي او په ۱۳ فرعي لابراتوارونو کې به کار پیل کړي.

دغه لابراتوارونه به د کرنیزو او حیواني محصولاتو د کیفیت جوازونه ورکوي او توکي به په معیاري ډول معاینه کوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې دغه کمپلکس ۱۳ فرعي لابراتوارونه لري، چې د نباتي ناروغیو د تشخیص، د کرنیزو او حیواني محصولاتو او کیمیاوې سرې د کیفیت معلومولو په درې بنسټیزو برخو کې کار کوي.

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي؛ دغه ډول لابراتوارونه باید د هېواد په کچه ډېر شي، چې د محصولاتو د کیفیت ستونزه اواره شي او د نباتي ناروغیو تشخیص وشي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی زیاتوي، چې نړۍ زاړه ستندردونه نه مني؛ لابراتوارونه باید جوړ شي، چې نړیوال غړیتوب تر لاسه شي.  

اقتصادي کارپوهان وايي، چې د دغه ډول لابراتوارونو له فعالیدو سره به خلک په کورنیو محصولاتو باور وکړي او بازار به یې هم وغوړیږي.

اقتصادي کارپوه سید مسعود وایي، دا لابراتوارونه باید څو کاله مخکې جوړ شوي وای؛ خو اوس، چې دا کار شوی؛ یو ښه او مثبت ګام دی، چې اوس باید ورته ډېره پاملرنه وشي.

سوداګر وايي، چې د پرمختللیو لابراتوارنو د نشتوالي له کبله څو ځله د دوی محصولات او تولیدي توکي له بهره مسترد شوي او سخت زیانونه یې لیدلي دي.

Trending

Exit mobile version