بلخ @ps

د فاریاب په دولت آباد کې ۱۶ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فاریاب ولایت پولیسو څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د جمجمه قلعه او بازار قلعه پر امنیتي پوستو د طالبانو برید پر شاتمبولی، چې په کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وایي، دغه نښته تر نیمې شپې روانه وه او وسلوالو مخالفانو د مرګ و ژوبلې له لیدو وروسته سیمه پریښوده.

نوموړي زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه ددې ولایت په غورماچ، المار او کوهستاناتو ولسوالیو کې هم له وسلوالو مخالفانو سره ښکېل ول؛ خو دغه نښتې له مرګ و ژوبلې پرته پای ته رسیدلي دي.  

هغه زیاته کړې، چې د اړوند لویې لارې د پوستو پر ټینګولو کار روان دی او هڅه کیږي، چې د دغه ولایت ناامنه سیمې د وسلوالو له شتون پاکې شي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فاریاب یو له هغو شمالي ولایتونو څخه دی، چې په تېرو دوه کلونو کې بشپړ ناامنه و او امنیتي ځواکونو تل په کې له وسلوالو مخالفانو سره نښتې کړي او تلفات وراوښتي دي.

Trending

Exit mobile version