بلخ @ps

د فاریاب په شیرین تګاب کې نږدې ۳۰ سرتېري محاصره دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

هغه سرتېري، چې په سیمه بند پاتې دي له آریانا نیوز سره په اړیکه کې وايي، چې د دغه ولایت د شیرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو ترمنځ د عامه نظم ۲۷ سرتېري د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او مهمات یې هم خلاص شوي دي.

دوی زیاتوي، چې که مرسته ورونرسیږي؛ طالبان به یې ژوندي ونیسي.  

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، چې سیمې ته ځانګړي ځواکونه د رسیدو په حال کې دي او ډېر ژر به په اړوند سیمه کې عملیات پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د فاریاب په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې وسلوال مخالفان پراخې هڅې لري او امنیتي ځواکونه ورسره په جګړه کې تل له مرګ و ژوبلې سره مخ شوي دي.     

Trending

Exit mobile version