تازه خبرونه

د کابل- تهران اړیکې دې د امریکا په بندیزونو کې خوندي پاتې شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له امریکا غواړي، چې د ایران په بندیزنو کې د کابل او تهران تر منځ سوداګریزې راکړې ورکړې او سیاسي اړیکې شاملې نه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وایي، که د کابل- تهران اړیکې په دې بندیزونو کې خوندي نشي؛ د افغانستان ډېرې زیربناوې به د نشت له خطر سره مخ شي.

پر تهران د واشنګتن لخوا د تازه بندیزونو له لګولو سره جوخت د امریکا ولسمشر په خپل تویت کې دا پیغام خپور کړ: که هر څوک له ایران سره معامله وکړي، له امریکا سره به معامله ونکړي!

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر پر دې پیغام د اندېښنې تر څنګ وایي، دغه بندیزونه به په ایران کې افغان کډوال، په چابهار بندر کې د ایران، افغانستان او هند کاروبار او دغه راز د ایران او افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس فرامرز تمنا وایي، چې افغان حکومت تل په دې اړه د استثنا غوښتنه کړې؛ ځکه، چې د افغانستان او ایران سوداګریزې اړیکې د افغانانو د بېخبناوو په پراختیا کې مرسته کوي.             

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ایران صادراتو ته څلورم ستر هېواد دی.

تازه راپورونه ښیي، چې له ایران سره د افغانستان سوداګري له تېلو پرته د روان مالي کال په څلور لومړیو میاشتو کې له یو میلیارد دالرو اوښتې ده.

د سیمې د اقتصاي همکاریو سازمان وایي، د ایران صادرات افغانستان ته له دوه میلیارد دالرو اوړي؛ خو پر ایران د امریکا د بندیزونو له کبله اوس افغان او ایراني سوداګر نشي کولی سترې بانکې معاملې تر سره کړي.

د سیمې د اقتصادي همکاریو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس آذرخش حافظي وایي، چې مونږ بانکي آسانتیاوو ته اړ یو، اوس مونږ د ایران لپاره خپلې بانکي حوالې تمویلولی نشو؛ ځکه دغه پیسې د نړیوال سوفت مرکز ته ځي او هلته بلاک کیږي او اړوند برخې ته نه رسیږي.                 

د چابهار بندر ته، چې د افغانستان، هند او ایران تر منځ په اقتصادي اړیکو کې د نوې کړکۍ په توګه ورته کتل کیږي، دا زمینه برابروي، چې افغانستان له نړیوالو اوبو سره ونښلوي، هم د بندیزونو تر اغېز لاندې راځي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي؛ دا ښکاره ده، چې یاده پرېکړه به نه یوازې پر افغانستان، بلکې پر نورو هېوادو هم اغېز ولري؛ خو افغان حکومت په دې اړه کارکړی که یوه دروازه بندیږي. دوه نورې به خلاصې وي.                

اقتصادي کارپوهان له  حکومت غواړي، چې پر ستونزو د بري لپاره دې پر دوه اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه لیکونو کار وشي؛ ځکه، چې له ګاونډ هېوادونو سره د سوداګریزو بدېلو لارو لټون د هېواد د راکړې ورکړې د ستونزو د حل یوه لار ګڼل کیږي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version