تازه خبرونه

د کابل- غزني لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

که څه وسلوالو طالبانو د لارو په اوږدو کې کمینونه نیولي؛ خو بیا هم د غزني ښار ځيني اوسیدونکي توانیدلي، چې خپل ټپیان او د مړو جسدونه کابل ته راولیږدوي.

د کابل غزني لویه لار، چې د میدان وردګ په اړوند سیمو کې تړل شوې وه؛ د دوشنبې پر ورځ( د زمري ۲۲) د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.

یو شمېر کسان، چې توانیدلي د غزني له جګړې ځان را وباسي وایي، چې غزني له بد امنیتي حالت سره مخ دی.

هغه کس، چې په موتر کې یې جسدونه لیږدول وایي؛ ۲۱۰ موتره، چې په هر یوه کې درې جسدونه بار دي د کابل پر لوري راروان شوي دي.     

هغه کسان، چې کابل ته جسدونه لیږدوي؛ د مړو شمېر لوړ ښيي او وایي، چې روغتونونه، لارې او سړکونه له مړو ډک دي او داکتران په کې نشته.

وسلوالو طالبانو په غزني کې د برید پر مهال دغه ولایت ته له کابله ورغلې لار د میدان وردګ ولایت په اړوند سیمو کې څو ځایه وتړله او غزني ته پر روانو مرستندویه ځواکونو یې بریدونه کول.

Trending

Exit mobile version