تازه خبرونه
د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ درې کلي طالبانو ونیول
د فاریاب ولایتي شورا غړي وایي، چې طالبانو تېره شپه د پښتونکوټ ولسوالۍ ستراتیژیکه سیمه طالبانو ونیوله او نن سهار یې د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ درې کلي تر ولکې لاندې راوستل.
د ولایتي شورا غړیو دغه راز د المار، پښتونکوټ، غورماچ او لویې لارې امنیتي وضعیت اندېښمن کړي دي او وایي، چې دولت د فاریاب ولایت ته هیڅ پاملرنه نلري.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو غورماچ ولسوالۍ ته د ځواکونو له لیږلو خبر ورکوي او وایي، چې د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب د چینایانو کمپ ۴۱ بندي سرتېرو د خوشې کولو هڅې هم روانې دي.
د چینایانو کمپ د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې پروت دی، چې په کې ۲۵۰ سرتېري میشت ول.
کله، چې دا پوځي اډه د طالبانو لاس ته ورځي؛ نو یو شمېر پوځیان غرونو ته ځي او یو شمېر نور بیا د غورماچ ولسوالۍ مرکز ته ځانونه رسوي.
د دغې اډې د سقوط په اړه ملي دفاع وزارت ته خبر ورکړشوی و؛ خو په غزني کې د جګړې د تودیدو له کبله دغې اډې ته مرستندویه ځواکونه ونه رسیدل.
د سیمه یبیزو چارواکو د څرګندونو له مخې که دغه ولایت ته پاملرنه ونشي؛ نو ډېر ژر به د غزني له برخلیک سره مخ شي.