تازه خبرونه

د کابل په ترافیکو کې پراخ فساد د لارو د بندیدو اصلي عامل دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کابل په نړۍ کې د یوه هېواد بې نظمه پلازمېنه ده، چې له ککړې هوا را واخله  د لارو تر بندښت پورې یې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

موتر چلوونکی وحید نومی وایي، د ده افغانانو له تمځي، چې بسونه او تکسي ترې مسافر بېلابېلو سیمو؛ خیرخانې، دارالامان او میرویس مېنې ته لیږدوي؛ خو واټونه که څه هم پلن دي او د موترو د څلورو کتارونو دریدل په کې لارې بندوي.

د سرای شمالي څلور لارې نهه ولایتونه له کابل سره نښلوي، چې وخت ناوخته د لارو د بندښت سبب کیږي؛ خو موتر چلونکې په دې څلور لارې کې ترافیک تورنوي، چې له بسونو  او تکسیو پیسې اخلي.

عبدالله نومی بس دریور وایي، ترافیکو راڅخه په اوونۍ کې ۷۰۰ افغانۍ اخيستې اوس، چې تکسي چلوم؛ ۱۰۰ افغانۍ غواړي.

نجیم نومی بل دریور وایي، اړ یو، چې ترافیکو ته افغانۍ ورکړ؛ ځکه کار ترې نشو کولی.

تر اوسه د هغو بسونو او تکسي موترو شمېر نه دی معلوم، چې په ښار کې خلک له یوه ځایه بل ځای ته لیږدوي؛ خو زرګونه موتر په هر تم ځای کې ولاړ دي.

ویل کیږي له بډو ورکولو پرته ناشونې ده، چې فعالیت وکړي.

ځینې کابل ښاریان نیوکه کوي، چې بسونه او ټکسي په عمومي تمځایونو او څلور لارو کې د مسافرو لپاره ودریږي، چې د اوږدې مودې لپاره د لارو بندښت سبب کیږي.

وحید نومی کابل ښاری د لارو د بندښت اصلي علت د ترافیکو بې پروا چلند ګڼي او وایي، په فساد کې د ترافیکو لوړ پوړي مامورین هم لاس لري.

شاکر نومی کابل ښاري وایي، ترافیک پارچې فوتوکاپي کوي او پیسې جبونو ته ځي.

د کابل د ترافیکو لوی مدیر سید محبوب سادات د دې ستونزې د حل ژمنه کوي او وایي، چې خلک دې دغه کسان د ترافیکو مدیریت ته وروپېژني، چې قانوني چلند ورسره وشي.

یوازې موترچلونکي نه دي، چې ترافیکو ته بډې ورکوي، بلکې لاسي پلورونکي هم هره ناحیه کې پولیسو ته د خپل کار د دوام په بدل کې بډې ورکوي. دوي، چې شمېر یې له زرګونو  اوړي، وایي، هره اوونۍ یا میاشت ترافیکو او پولیسو ته پیسې ورکوي.

خبریاله : الاهه عمري

Trending

Exit mobile version