تازه خبرونه
د کابل په برچي کې د ځانمرګي برید قربانیان ټول یوځای ښخ شول
د کابل د ۱۸ امنیتي حوزې د برچې سیمې د موعود روزنیز مرکز په پروني ځانمرګي برید کې د وژل شويو شمېر ۶۵ او د ټپیانو هغه ۷۰ ته لوړ شوی دی.
د وژل شویو جنازو ته، چې زیاتره یې نجونې وي؛ کتار قبرونه ایستل شوي او په یوه ورځ د کابل په لویدیځ کې یوه نوې ادیره زیاته شوه.
د وژل شویو د کورنیو غړي له حکومت څخه غواړي، چې د دغه برید تر شا پټ واقعیتونه باید له خلکو سره شریک شي.
یو شمېر هغه زدکوونکي، چې له لیرې ولایتونو څخه د کانکور زدکړو ته راغلي وه؛ د مور و پلار له لیدو پرته تر خاورو لاندې شول.
د وژل شویو د کورنیو غړي وايي؛ دوی ته مهمه نده، چې دغه زدکوونکي چا وژلي، بلکې دوی غواړي پوه شي، چې دا زدکوونکي پر کومه ګناه وژل شوي دي.
د جنازې یوه برخوال وویل: نګینه راغلې وه، چې کانکور ته چمتوالی ونیسي؛ خو هغه نن د مور و پلار له شتون پرته ښخیږي. هو! زمونږ جرم په ګوتو کې قلم نیول دي.
د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وایي، چې له دغه راز بریدونو موخه قومي نفاق رامنځته کول دي؛ خو د افغانستان خلک د دغو دسیسو پر وړاندې نن هم دریږي.
په برید کې غبرګوني فرزانه او عطاالله، چې په یوه ورځ دنیا ته راغلي وه؛ یو ځای یې ښوونځی لوستی او یو ځای د هغه جنګ قربانیان شول، چې پای یې هیچا ته څرګند نه دي.
داعش جنګیالیو د دغه برید پړه پر عاړه اخیستې ده.
وروستۍ څرګندونې ښيي، چې په دې برید کې پېنځه شپېته زدکوونکي وژل شوي، اویا نور ټپیان دي او د زیاترو ټپیانو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ دی.
خبریال: شاهپور فرهمند