تازه خبرونه

د ګردیز اوسیدونکي د تفریح لپاره میله ځایونه نلري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پکتیا ولایت د ګردیز اوسیدونکي اندېښمن شوي؛ په اختر او د ملي  په نورو ورځو کې د ځوانانو لپاره داسې پارک او میله ځای نشته، چې له خوشحاليو شېبې په کې ترسره کړي.

په سویل ختیځ زون مرکز پکتیا ګردیز ښار کې داسې میله ځای او پارک نشته ، چې ځوانان د خوښیو په ورځو کې راټول او میلې وکړي، ګردیز ښاروالۍ په تېرو څو کلونو کې یو شمېر پارکونه جوړ کړي، چې د نا پاملرنې له کبله يې ډېري ویجاړ پراته دي.

له زرمته راغلی ځوان زکیم خان زرمتی وایي، پارک ته راغلی یم؛ اوبه نلري او ځانګړې ساتنه یې هم نده شوې.

یوبل ځوان ارمان طوطاخېل هم وایي، چې د ګردیز پارک روغې څوکۍ او د ناستي او لیدو وړ چمن هم نلري.

نوموړي دا هم وویل، چې ښاروالۍ باید دغه پارک ته بښپړه پاملرنه  وکړي.

سکندر نومی ځوان وايي، ونې او شنې برخې په کې ډېرې لږ دی.   

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت هم د ګردیز ښاریانو ستونزې مني؛ خو وايي، چې په راتلونکي کې به پر دوه لویو پارکونو کار تر سره شي.

نوموړی زیاتوي؛ سږکال به هغه پارکونه له سره ترمیم شي، چې کلونه وړاندې جوړ شوي او اوس يې ځینې برخې ورانې شوې دي.

د تېر کوچني اختر په پرتله په لوی اختر کې د ښار واټونه له ګڼه ګوڼې تش او کم رنګه ښکاري؛ ځکه، چې د جنګ یوې خوا اوربند ونکړ او خلک هم د چاودنو له وېرې اختر په خپلو کورونو کې نمانځي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version