بلخ @ps

د فاریاب قیصار ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد په شمال کې شاهین قول اردو په ډاګه کړې، چې د قیصار ولسوالۍ د چیچکتوی په اړوند سیمه کې د یو ولسوال په ګډون ۵۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د دغې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه قیصار ولسوالۍ ته د نومول شوي طالب ولسوال  شیرین ګل پر میلمستون هوایي برید شوی، چې په کې د نوموي په ګډون ۵۰ طالبان وژل شوي، دوه هایلکس او داتسون موترې یې هم ویجاړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ طالبانو قیصار ولسوالۍ ته پر لار د امنیتي ځواکونو پر یوه ۳۰۰ کسیز کاروان برید کړی و، چې په کې د ښکېلو خواوو لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې وه.

فاریاب په شمالي ولایتونو کې څه نا څه ناامنه ولایت دی، چې د قیصار په ګډون یې په لیرې پرتو سیمو کې طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version