تازه خبرونه

د ناامنیو له کبله به د رایو نور مرکزونه هم وتړل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکوي، چې که ناامني همداسې روانه وي او ځینې نورې ساحې وسلوال لاندې کړي؛ د ټاکنو پر ورځ به  د رای ورکولو ډېر نور مرکزونه هم بند پاتې شي.

د ټاکنو لپاره څه باندې اووه زره مرکزونه په نښه شوي؛ خو څه باندې دوه زره یې د ناامنیو له کبله تړلي پاتې دي. اوس په ګردیز، میمنې، سرپل او څو نورو ساحو کې د ناامنیو له پراختیا سره دا وېره پیدا شوې، چې کیدی شي د رای ورکولو نور مرکزونه هم وتړل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د هرې ساحې سقوط په هغه سیمه کې د ټاکنو د تر سره کیدو مخه نیسي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس سید حفیظ الله هاشمي وایي:  له ۵۰۶۲ مرکزونو څخه، چې نن تاسې ترې خبر شوئ؛ که جګړې پراخه او سیمې سقوط وکړي؛ نو شمېر یې نور هم راټیټدی شي.              

د کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په دوه دېرش ولسوالیو کې ټاکنې ډېرې ستونزمنې دي او ان په ځینو ساحو کې حتا ناشونې ښکاري.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم حالات ښه نه ګڼي. د دوی په باور؛ په دې وروستیو کې ناامنیو پراختیا موندلې او دا به د ټاکنو پر ورځ د رای ورکولو مرکزونه کم کړي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: که اوسنی امنیتي وضعیت ومنو، ټاکنې به ناشونې وي او که ترسره هم شي؛ سرتاسري به نه وي.             

د ټاکنو امنیت خونديتوب په دې ورځو کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ناستو د اجنډا مهمه مساله جوړوي؛ خو داسې ښکاري، چې د ناامنیو زیاتوالی د ټاکنو سراسري ترسره کیدل له ستونزو سره مخ کولی شي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي: په کورنیو چارو وزارت کې د رای ورکولو د ټولو مرکزونو نومونه لیکل شوي او د امنیتي تدابیرو سپارښتنه هم شوې ده.            

د ناامنیو له کبله د ټاکنیزو مرکزونو د تړل کیدو تر څنګ په غزني کې امنیتي ستونزې د دې سبب شوې ، چې په دې ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر سره نشي. یعنې غزني به په نوې ولسي جرګه کې هیڅ نوی وکیل ونلري او خلک به یې د رایو ورکولو له حقه بې برخې وي.

داسې هم ویل کیږي، چې په نوې ولسي جرګه کې به د پخوانۍ ولسي جرګې استازي د غزني د استازیو په توګه پاتې وي؛ خکه، چې دا کار قانوني ګڼل شوی دی.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version