تازه خبرونه

د کابل په پرونیو دوه چاودنو کې ۱۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ځانمرګي بریدګر څنګه وتوانیدل، چې تېر ماښام د کابل د لویدیځ د قلعه ناظر په یوه سپورتي کلپ کې شپږ ویشت کسان ووژني او نوي نور ټپیان کړي.

د برید په سیمه کې شاهدان وايي، چې لومړی یوه ځانمرګي بریدګر د سپورتي کلپ ساتونکی پر ډزو وواژه او بیا کلپ ته د ننه شو او چاودنه یې وکړه.

په کلب کې د ننه د وژل شویو او ټپیانو ورزشي توکي اوس هم پر وینو لړلي پراته دي.

عیني شاهد نورالله  وایي، د ګلپ بشپړه دروازه چرې شوه، هغه ځوانان، چې شهیدان شوي له همدغه بریده دي؛ خو یو ورزشکار څه کړي، چې  د دغه راز برید ښکار کیږي؟

له لومړي ځانمرګي برید وروسته خبریالان سیمې ته ځان رسوي، چې ناڅاپه په همدې سیمه کې یوه بل ځانمرکي له چاودیدونکیو توکو ډک موتر د خبریالانو تر څنګ چاودنه ورکوي.

په دې برید کې خبریال صمیم فرامرز او تصویر اخیستونکی رامز احمدي هم ژوند له لاسه ورکوي او څو تنه تپیان کیږي.

د سیمې اوسیدونکی محمد سرور وایي،  تر کله به د حکومت رهبران خواشیني څرګندوي، ترکله به مونږ وژل کیږو؛ که چارواکي نشي کولی، حکومت دې پریدي.

د پېښې یو بل شاهد وایي، اړ یو، چې خپل امنیت پخپله ونیسو؛ نور، نو روانه وژنه د زغم نده او دولت هم د خلکو امنیت خوندي کولی شي؛ ، چې دولت نشته او دښمن د ښار په دننه کې نفوذ کړی دی.  

دغو بریدونو ځينې پوښتنې را ولاړې کړې دي.

په برید کې ټپي شوی قاسم وایي، د شپږمې حوزې مسوولین دې له دندې لیرې کړ شي، شل ځله مو ورته وویل، چې موتر مو وپلټل؛ ویل یې هو؛ خو له هماغو موترو  یوه چاودنه وکړه. اوس مسوول څوک دي؟

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایي، چې د سیمې خلکو پر پولیسو برید وکړ او امنیتي ځواکونه پرینښودل شول، چې په سیمه کې په بشپړه پاملرنه خپل کار وکړي.

په برید کې زیاتره وژل شوي او ټپیي شوي وګړي عام خلک دي، چې  جنازې یې د ښار په بېلا بېلو برخو کې خاورو ته وسپارل شوې.

د وژل شوي ورزشکار پلار محمد علي وویل، چې د خبرو کولو وس نلرم.

وسلوالو طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې لاس نلري؛ خو دیته ورته بریدونه پخوا هم شوي، چې مسوولیت یې داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

Trending

Exit mobile version