تازه خبرونه

د چابهار بندر به پر ایران د امریکا له بندیزونو لیرې وساتل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز ویلي؛ هېواد یې په پام کې لري، چې د هند او افغانستان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا لپاره چابهار بندر له بندیزونو لیرې وساتي.

الیس ویلز د هند خبري شبکې ته په مرکه کې څرګنده کړې، چې د چاه بهار په اړه امریکا د بندیزونو د اغېز څېړلو په حال کې ده؛ د ارزونې بهیر یې روان دی، د هند اندېښنې او په دې کې یې ګټې، چې افغانستان ته صادرات زیات کړي او خپل هېواد ته له افغانستان څخه واردات ډېر کړي، په پام کې نیسو.

ترانسپورت وزارت وایي، په دې بندر کې د ایران، افغانستان او هند لخوا پانګونه په چټکۍ روانه ده.

د ترانسپورت وزارت ویاند حکمت الله قوانچ وایي، چې ایران د پانګوالو د پانګونې لپاره سوداګرو ته د اړتیا وړ ځمکه په واک کې ورکوي. د چابهار بندر د تطبیقي پلان هوکړه لیک بشپړ شوی؛ په دې بندر کې پانګونه روانه ده او چمتو یو، چې په کې افغان سوداګرو ته آسانتیاوې برابرې کړو.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال په چابهار بندر کې د څه باندې شپېته سوداګرو لخوا څه باندې ۱۵۰ میلیون دالر د ترانسپورت او کارخونو جوړولو په برخو کې پانګونه شوې ده.

د سوداګرۍ خونې مالي او اداري مرستیال توفیق داوري وایي: یو شمېر پانګونې، چې شوي هغه درې واړو هېوادونو ته نه یوازې په زړه پورې دي، بلکې پر صادراتو یې اغېز ډېر دی او پانګونې ته به هم ښه زمینه برابره کړي.                    

چابهار بندر د افغانستان، هند او ایران د نښلولو مرکز دی؛ افغانستان ته له دې کبله، چې له نړیوالو اوبو سره یې نښلوي، ځانګړی ارزښت لري.

مخکې افغان چارواکو له امریکا غوښتي وه، چې دا بندر له بندیزونو لیرې وساتي.

خبریاله: سمیراظفري

Trending

Exit mobile version