تازه خبرونه
د پارلماني ټاکنو د رای ورکوونکیو لومړنی نوملړ اعلام شو
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د رای ورکوونکیو د لومړني نوملړ له مخې، اته میلیون او اته سوه زره کسان کولی شي د ټاکنو پر ورځ خپلې رایې وکاروي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول رای ورکوونکي په معلوماتي بانک کې راجستر کړي او په څلور ورځني ځنډ یې د رای ورکوونکیو لومړنی نوملړ اعلام کړ.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ اته اعشاریه اته میلیون رای ورکوونکي ثبت شوي، چې څلور شپېته سلنه یې نرینه، ۳۴ په سلو کې ښځې او دوه سلنه هم کوچیان دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ څه باندې ۶۰۰ زره جعلي تذکرې یې معلومې کړي، چې ستیکرونه پرې لګیدلي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلا جان عبدالبدیع صیاد وایي: مونږ خپلې څېړنې تر سره کړي؛ اته اعشاریه اته میلیون رایې کره دي او له ۶۰۰ زره ډېرې باطلې اعلام شوې دي.
کمیسیون د رای ورکولو پر ورځې یو لړ شرطونه وړاندې کړي، چې ممکن د رای ورکولو بهیر آسانه کړي او له درغلیو هم مخنیوی وشي. دا شرطونه د همکاریو په چوکاټ کې له رای ورکوونکیو غوښتل کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وایي: مونږ د عمر، تذکرې او ستیکر له مخې جعل او درغلۍ په ډاګه کړې او نوملړ مو ترې اعلام کړ. د ټاکنې پر ورځ به مونږ د خلکو په همکارۍ رڼې او سراسري ټاکنې ولرو.
د یادونې ده، چې دا خپور شوی نوملړ به د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له څېړنې وروسته وروستی کیږي.