تازه خبرونه

د کابل په شیوه کيو کې۴۶۰۰ کسان له رای ورکولو بې برخې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په شیوه کیو کې د خلکو شورا رییس وایي، د پارلماني ټاکنو په دوه یمه ورځ هم یو شمېر رای ورکوونکي ونه توانیدل، چې خپلې رایې وکاروي.

د کابل د شیوه کیو سیمې د خلکو شورا رییس محمد اکبر له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه شکایت کوي، چې د کمزوري مدیریت له کبله ګڼ رای ورکوونکي له رای ورکولو څخه بې برخې پاتې شوې دي.

د شیوه کیو اوسیدونکی میراجان وایي، په شیوه کیو کې شپږ زره کسانو نوملیکنه کړې وه؛ خو د ټاکنو په دواړو ورځو کې ایله یو زر و څلور سوه کسانو رایې کارولي دي.

د شیوه کیو یو بل اوسیدونکی حبیب وايي، چې په شیوه کیو کې څلور زره شپږ سوه کسان له رای ورکولو بې برخې پاتې شول.

دغه راز د کابل په لویدیځ کې هم ګڼ شمېر خلک له رای ورکولو پاتې شوي دي.

په ټولیزه توګه د ټاکنو بهیر له ګڼو نیمګړتیاوو سره مل و؛ د رای ورکوونکیو نوملړ منظم نه و، د رای ورکوونکیو نومونه سم لیکل شوي نه ول، بایو متریک په منظم ډول کا رنه کاوه، مرکزونو ته پخپل وخت ټاکنیز توکي نه ول رسیدلي او د یوه ولایت د رای ورکوونکیو نوملړ بل ولایت ته استول شوی و.

 د رای ورکولو پر دوه یمه ورځ هم ځينې مرکزونه تړلي وه، چې په ځينو سیمو کې له څلور ساعته ځنډ وروسته مرکزونه پرانیستل شول.

امنیت بله هغه ستونزه وه، چې پارلماني ټاکنې یې له ستونزو سره مخامخ کړې وې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وایي، چې یولړ ستونزې د دې لامل شوې، چې د کمیسیون پر مدیریت نیوکې ډېرې شي او یو شمېر رای ورکوونکي ونه توانیدل، چې خپله رایه وکاروي.

یو شمېر سیاسي ګوندونه هم وايي، چې ټاکنې شفافې نه وي، له مخکې پلان شوې وې او د منلو نه دي.

د دغو ګوندونو استازیو په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ په هغو مرکزونو او محلونو کې، چې بایومتریک کارول شوی ندی؛ رایې یې د منلو وړ ندي.

دوی دغه ترسره شوې ټاکنې نیمګړې او له درغلیو ډکې ونومولې.

Trending

Exit mobile version