تازه خبرونه

د کابل د ټاکنو کمیسیون رييس عدلي او قضايي ارګانونو ورپېژندل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د راپورونو له مخې؛ په پام کې وه، چې د کابل د ټاکنو کمیسیون رييس د کمزوري مدیریت له کبله عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي، خو نوموړی اوس هم خپل کار ته دوام ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې، چې د کابل په ټاکنیز بهیر کې د نیمګړتیاوو له کبله د کابل د ټاکنو کمیسیون رييس اول الرحمن رودوال عدلي ارګانونو ته معرفي کړي.

اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې د ځينو دلایلو له کبله عدلي ارګانونو ته د رودوال ورپېژندل ځنډول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حق پرست مني، چې په کابل کې د کمیسیون یو شمېر کارکوونکیو پر درغلیو لاس پورې کړی دی.

هغه زیاتوي؛ د کابل د ټاکنو کمیسیون رییس رودوال اوس هم د رییس په توګه کار کوي؛ خو د ټاکنو په اړه، چې هر څوک بې تفاوته پاتې وي او یا په دنده کې یې بې پروایي کړې وي، کمیسیون یې په وړاندې کلکه اراده لري او اړینه ده، چې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.   

 حقوقپوهان وايي، چې په ټاکنو کې درغلي د خلکو له برخلیک سره لوبې دي.

حقوقپوه وحیده فرزه يي وايي، چې په ټاکنو کې درغلي او درغلۍ د خلکو له برخلیک سره لوبې کول دي او باید له عاملینو سره یې قانوني چلند تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پارلماني ټاکنو په دوه ورځو کې شاوخوا څلورمیلیون کسانو رایې کارولي؛ خو دا، چې ټاکنیز بهیر له مدیریتي ننګونو سره مخ شوی، باید په دې اړه کمیسیون ځواب ویونکی اوسي.  

خبریاله : افسون محمدي

Trending

Exit mobile version