سیمه ییز خبرونه

د فراه په مرکزي سیمو کې د نجونو تړل شوي ښوونځي اوس هم تړلي پاتې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

دوه اوونې وړاندې د وسلوالو طالبانو د ګواښ له کبله د  فراه د مرکز په رج ، ګنکان او نورو سیمو کې  د نجونو شپږ ښوونځي وتړل شول، چې تراوسه هم نه دي پرانیستل شوي.

د فراه د پوهنې رییس محمد صابر فاروقي څرګنده کړې؛ وسلوالو طالبانو ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو په ډېرو لابراتوارونو کې د انسان مصنوعي اسکلیتونه وجود لري، نو له دې کبله یي د دغو ښوونځیو د تړلو ګواښ کړی.

هغه زیاتوي، دا اسکلیتونه ټول مصنوعي دي او د دغو ښوونځیو د پرانیستلو په موخه له طالبانو سره د دیني عالمانو او قومي مشرانو خبرې روانې دي.

هغه په بشپړ ټینګار ویلي، چې   دا ښوونځي به ژر بېرته پرانیستل شي.

د مدني ټولنې یو شمېر غړي اندېښمن شوي او وايي؛ دولت باید د ښوونځیو د پرانیستلو په موخه هڅه وکړي.

په فراه کې د مدني فعالانو ویاند حمیدالله رحماني وايي، د پوهنې ریاست باید د خلکو په مرسته دا ښوونځي پرانیزي.

د فراه د پوهنې رییس د معلوماتو له مخې؛ په دې ولایت کې ۳۳۱ ښوونځي فعال دي، چې په کې ۱۱۶ زره زدکوونکي زدکړه کوي، چې څلویښت سلنه يې نجونې دي.

هغه دغه راز وايي، په دغه ولایت کې د ناامنیو له کبله ۴۱ نور ښوونځی هم تړلي  پاتې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ولایت مقام تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

Trending

Exit mobile version