تازه خبرونه

د پاکستان قونسلګرۍ دوه دیپلوماتان تورخم ته پر لار ورک شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرې دوه کارکوونکي د تورخم ـ جلال آباد په لار ورک شوي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه موضوع یې افغان چارواکو سره شریکه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوي؛ پاکستان د افغان حکومت نه غوښتي، چې زموږ د چارواکو پیدا کولو کې بشپړه همکاري وکړي او ورانکاري قانون ته وسپاري.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، دا پاکستانیان د جمعې ورځې په سهار پېښور ته روان ول، چې د جلال آباد تورخم په لاره ورک شوي دي.

هغه زیاتوي، ولایتي ادارې له قونسلګرې سره په همغږۍ د دغو کسانو د موندنې په موخه پلټنې پیل کړې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال هم د پېښې پخلی کړی دی.

زاخېلوال د پاکستان چاپ انگريزي ورځپاڼې ډيلي ټايمز ته ويلي، زه د پاکستانيو ديپلوماتانو د ورکیدو له پېښې خبر يم، زمونږ اړوند ادارو هڅې پيل کړي، چې ژر تر ژره يې راپيدا کړي.

دا چې د دې پېښې تر شا د چا لاس دی، تر اوسه افغان او پاکستانیو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version