تازه خبرونه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرباجوه به نن کابل ته راشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د لوړپوړي پوځي چارواکي قمرباجوه له سفره  خبر ورکړی؛ خو په دې اړه تر دې دمه جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د ارګ یوې پټې سرچینې رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د پاکستان د پوځ ‌مشر به د افغانستان ملي وحدت حکومت له مشر محمد اشرف غني سره هم وویني او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کیدو او د ګډې همکارۍ پر موضوعاتو به خبرې اترې وکړي.

سرچینې دا هم ویلي، چې جنرال قمرباجوه به په افغانستان کې له امریکايي چارواکو سره هم وګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د امریکا له دفاع وزیر او د ناتو له سرمنشي سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې رسنیو ته وویل، چې افغانستان له پاکستان سره د دولت په سطحه سوله او مذاکرات غواړي.

Trending

Exit mobile version