بلخ @ps

د پروان د شینوارو ولسوالي له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د پولیسو قومندان وایي، د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره هوایي ملاتړ ته اړتیا ده، چې دولت پرې حاکمیت نه لري.

د شینوارو ولسوالۍ د پولیسو قومندان صدیق صدیقي وایي  پروان یوه ناامنه ولسوالي ده. دغه ولسوالي؛ ځکه ناامنه شوې، چې تل په کې په وقفه یي ډول جګړې روانې دي او امنیتي ځواکونه له طالبانو سره وخت ناوخت جګړه کوي.

د پروان امنیه قومندان محمدزمان مموزی ناامنه سیمې په ګوته کوي او وایي، چې دغه سیمې له ناامنو ولایتونو سره په خوا کې پرتې دي.

د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د فندقستان درې له سقوط وروسته د شینوارو ولسوالي له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ شوې او د دې سیمې خلک له ناامنیو اندېښمن دي.

Trending

Exit mobile version