سیمه ییز خبرونه
د کرکت ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي پر کور بمي برید شوی
د ننګر هار ولایت په جلال آباد ښار کې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د چټک توپ اچوونکي حمید حسن پر کور د لاسي بم برید شوی دي.
برید ځاني او مالي زیان نلري؛ خو د افغانستان د کرکت بورد لخوا غندل شوی دی او دغه برید ترهګریز نه بولي او وایي، چې د حمید حسن پر کور برید جنایي اړخ لري.
د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ څه موده وړاندې غلو او جنايي جرمي ډلو د حمید حسن له کورنۍ د پیسو غوښتنه کړې وه او ګواښلي یې ول که پیسې ورنکړي، برید به پرې وشي او زیان به ورواړوي.
که څه هم د حمید حسن کورنۍ د ننګرهار امنیتي بنسټونه له دغه ګواښه خبر کړي وه؛ خو تر ګواښ شاو خوا دوه اوونۍ وروسته حمید حسن تېره شپه خپل کور ته رسیدلی و، چې پر کور یې د لاسي بم برید وشو.
دغه بورد د حمید حسن کورنۍ او د هغه له مینوالو سره خواخوږي ښودلې او له امنیتي ارګانونو یې د برید کوونکیو د موندلو او د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي حمید حسن د افغانستان له امنیتي ارګانونو ګیله کړې او وایي، چې که امنيتي ارګانونه د داسې پېښو مخه وننیسي د کرکت لوبغاړي به د امنیت احساس له لاسه ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې حمید حسن له زمبابوي سره په روانو لوبو کې ټپي شوی و او د ټپ له کبله هېواد ته راستون شوی دی.