تازه خبرونه
د پاکستان له لوی درستیز او ورسره پلاوی له ولسمشرسره ولیدل
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې کتنه کې، چې په ارګ کې تر سره شوه؛ په دې کتنه کې “د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان ـ پاکستان د عمل پلان” د تطبیق او اجرایي کیدو، له تروریزم سره پر مبارزه، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پر مذاکراتو او د تاوتریخوالي پر راټیټولوبشپړې خبرې وشوې.
د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه کابل ته په خپل سفر خوښي ښودلې او د هېواد له ولسمشر څخه یې مننه وکړه، چې د دغه ملاقات زمینه یې برابره کړه.
د ولسمشرۍ ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، دواړو لوریو په سیمه کې پر شته ستونزو خبرې وکړې او هم يې د عمل پلان د چمتو شوي سند پر پلي کیدو هم څرګندونې وکړې.