تازه خبرونه

د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې لاسوهنه نده شوې- حیات الله حیات

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پاکستان د تېرې پنجشنې راپدیخوا په ننګرهار کې خپله قونسلګري تړلې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په ننګرهار ولایت کې د پاکستان قونسلګري د ننګرهار والي د مداخلې له کبله تړل شوې ده.

د ننګرهار والي د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نده شوې او د دغه ولایت والي حیات الله حیات په دې اړه رسمي سپيناوی غوښتی دی .

ننګرهار والي حیات الله حیات د وږې په لسمه رسنیو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نده شوې؛ خو د ويزو اخیستو په بهیر کې يې د شته بې نظمۍ او فساد مخنيوي په موخه د قونسلګرۍ په همغږۍ لومړني اقدامات پیل کړي دي .

په خبرپاڼه کې راغلي: ننګرهار والي حيات الله حيات د تېرې پنجشنې پر ورځ( د وږي ۸) پاکستان قونسلګرۍ ته ولاړ او د پاکستان ويزو اخیستوونکیو نظم یې تنظيم او لومړني سهولتونه یې ورته برابر کړل.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې حیات الله حیات وایي: هره ورځ د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د ويزو اخيستو په موخه زرګونه کسان راځي او د بې نظمۍ او فساد له کبله په کې یو شسمېر خلک وهل کيږي، ټکول کيږي او ان تر پښو لاندې کيږي، چې د افغانانو دا بې عزتي مونږ ته نوره د منلو او زغملو نده. دغه راز هره ورځ د ويزې لګولو په موخه له خلکو څخه له پېنځه زره څخه تر شل زره روپيو پورې اخيستل کيږي او له فساد څخه یې خلک پوزې ته راغلي دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د امنيت، د خلکو تنظيم او فساد مخنيوی زمونږ مسووليت دی او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانانو پر عزت لوبې وکړي او يا هم فساد ته زمينه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version