تازه خبرونه

د پاکستان بهرنيو چارو وزير کابل ته رارسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د نوي حکومت له جوړیدو وروسته د دغه حکومت د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په لومړني بهرني سفر کې نن سهار د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسیدلی او په ګل خانې ماڼۍ کې یې له ولسمشر غني او نورو لوړپوړیو چارواکو سره ولیدل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او ورسره راغلي پلاوي د افغانستان له چارواکو سره د سيمې د امنيت او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او غواړي د دواړو هېوادونو د همکارۍ زمينه برابره کړي.

 شاه محمود قريشي به په دغه ليدنه کې له افغان مشر اشرف غني، اجرائيه ریيس داکتر عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدين رباني سره هم بېلابېلې لیدنې ولري او په جلال آباد کې د تړل شوې قونسلګرۍ د ستونزې تر څنګ به د سيمې د حالاتو په اړه هم ورسره خبرې وکړي.

دوی به په دغه خبرو کې د سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، ګډو اقتصادي مسایلو او پر نورو اړینو برخو بحث او خبري وکړي.

د شنونکیو په باور د پاکستان نوی حکومت غواړي، چې له افغانستان سره خپلې اړيکې ورغوي او له يو بل سره د سيمې په امنيتي چارو کې کار وکړي؛ خو افغان چارواکي وايي، چې د پاکستان حکومت ورسره په همکارۍ کې رښتينی نه دی.

له شاه محمود قريشي سره په دغه سفر کې د بهرنيوچارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه او نور لوړ پوړي پاکستاني چارواکي برخه لري.

Trending

Exit mobile version