تازه خبرونه

د پاکستان له زندانه ملا عبدالغني برادر خوشې شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځینو طالب سرچینو منلې، چې تېر مازیګر ناوخته په پاکستان کې د طالبانو  یو مشر ملا عبدالغني برادر خوشی شوی دی.

سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې  ملا برادر د زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب آزاد شوی او ټاکل شوې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

د طالبانو د ډلې د یوه بنسټ ایښودونکي ملا عبدالغني برادر او د دې ډلې د مالي مسوول ملا عبدالصمد ثاني د خوشې کیدو په تړاو د بېلابېلو خبرونو له خپریدو وروسته اوس پاکستانيو چارواکو او د طالبانو سرچینو تائید کړې، چې ملا برادر له اته کلونو زندان وروسته خوشې شوی او ټاکل شوې له خپلې کورنۍ سره په کراچۍ کې یو ځای شي؛ خو تر اوسه د ملا برادر هیڅ تصویر نه دی خپور شوی.

پنځوس کلن ملا برادر یو له څلورو کسانو و، چې په ۱۹۹۴ کال کې یې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو ډله جوړه کړه.

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر اغا  ویلي، چې  ملابرادر تېره ورځ خوشې شوی او د طالبانو یوه اغېزمنه څیره ده. د هغه خوشې کیدل به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.       

سرچینو ویلي، چې ملا برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په پایله کې خوشې شوی دی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي؛ ملابرادر په طالبانو کې یوه اغېزمنه څېره ده، چې کولی شي د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.          

په کابل کې چارواکو دغه خبر نه تائید او نه هم رد کړی؛ خو یوې حکومتي سرچینې په دې شرط، چې نوم یې پټ وساتل شي، ویلي، چې ملا برادر ندی خوشې شوی او اوس هم د پاکستان په بند کې دی.

بلخوا د ناتو سرمنشي د سولې ټینګښت لپاره د کابل او واشنګتن د هڅو پر همغږه کولو ټینګار کړی دی.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وایي: مونږ د سولې له بهیر سره، چې د افغانانو په مشرۍ او د دوی لخوا پر مخ ولاړ شي، ملاتړ کوو؛ خو په عین حال کې له طالبانو سره د امریکا مخامخ اړیکې هم  ارزښتناکه دي او زه په بشپړ ډول ډاډمن یم، چې امریکا ټول دا کارونه له کابل سره په همغږۍ کې تر سره کوي.

ملابرادر د طالبانو له باوري او کلیدي قومندانانو و، چې په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د کراچۍ ښار په سویل کې د پاکستاني او امریکایي ځواکونو لخوا ونیول شو او زندان ته ولیږدول شو. افغان چارواکو ویلي و، چې نوموړی له نیونې مخکې په پټه له دوی سره د خبرو په حال کې و او پاکستان د دې بهیر د ګډوډولو لپاره دا ګام واخیست او غوښتل یې، چې دغه بهیر تر خپلې څارنې لاندې ولري. خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version