تازه خبرونه
د کانالونو، برښنا لیږد او سب ستیشنونو د جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د افغانستان ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د ولسمشر اشرف غني په شتوالي کې د خوش تیپې د اوبو لګولو او برښنا د تولید کانال، له ننګرهار څخه کونړ او له غزني څخه پکتیکا ته د برښنا د لېږد او سب سبشتیسنونو د جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د ارګ په چارچنار ماڼۍ کې په اړوند مراسمو کې، چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر مقاماتو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو هم ګډون کړی و، یاد هوکړه لیکونه د ولسمشر سترسلاکار او د مالیې سرپرست وزیر داکتر محمد همایون قیومي، د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، د امریکا سفیر، د امریکا د پرمختیایي ادارې مرستیال، د اسیا پراختیایي بانک رییس او د افغانستان برښنا شرکت رییس لاسلیک کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوش تیپې د اوبو لګولو او برښنا د تولید پروژه ۲۷۰ کیلو متره اوږده ده، چې۵۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. کرنې او برښنا وزارتونه او د چاپېریال ساتنې اداره د دغې پروژې ونډه وال دي. د دغه کانال مطالعه په کندوز، جوزجان او بلخ کې د امریکا متحدو ایالاتونو پرمختیایي ادارې د دوه میلیون دالرو پر مالي مرسته په ۱۲ میاشتو کې بشپړېږي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ له ننګرهار څخه کونړ ته د برښنا لېږد او د سب ستېشن جوړولو پروژه، چې په دوه کلونو کې به بشپړه او۲۶ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي. دغه پروژه د آسیا پراختیایي بانک د ۶۰ میلیون دالرو پر مالي مرسته جوړېږي.
دغه راز له غزني څخه پکتیکا ته د برښنا مزو د غزولو او په پکتیکا کې د سب ستېشن جوړولو پروژه د آسیا پراختیایي بانک پر ۶۰ میلیون دالرو مالي مرسته په دوه کلونو کې جوړېږي، چې په مرکز ښرنه او ارګون کې به له ۳۰ زره زیاتې کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.