تازه خبرونه

د مرمر ډبرو له ۵۰ ډېرې کارخونې له کارکولو پاتې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د مالیاتو د لوړیدو او د خامو توکو د نشتوالي له کبله له ۵۰ ډېرې د مرمرو ډبرو کارخونې له کار کولو پاتې دي.

د مرمر ډبرو د ټولنې چارواکي وایي، چې د کابل خارخونې هغه مهال له دغې ننګونې سره مخ شوې، چې حکومت د مرمر ډبرو د استخراج چارې ودرولې.

د مرمرو ټولنې مرستیال حیات الله نصرت د حکومت دا اقدام نامسوولانه بولي او وایي؛ په کابل کې د مرمر ډبرو له ۵۰ ډېرو کارخونو کار کاوه، چې په کې څه نا څه زر کسانو کارکولو ته لاسری درلود؛ خو د حکومت د نامسوولانه طرحې له کبله د دغو کارخونو کارونه په ټپه دریدلي دي. 

هغه دا هم څرګنده کړې، چې له پانګونې څخه د حکومت ملاتړ تش د خولې خبرې دي او رښتیا ندي؛ ځکه، چې د کارخونو لرونکي له یوې خوا د مالیاتو لوړیدو او له بلې خوا د خامو توکو د نرخ اوچتیدو له سترو ننګونو سره مخ کړي دي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي: دا مو ستره اړتیا ده، چې په هېواد کې له پانګونې ملاتړ وشي.          

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي په دې اړه داسې وایي: مونږ په خپل هېواد کې د پروسس او تولید تګلاره جوړه کړې او غواړو د همدې تګلارې له مخې پانګوال خپل کار تر سره کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په بېلابېلو سیمو کې ظرفیتونه ټاکل شوي او د استخراج په اړه به له پانګوالو سره تړونونه تر سره کیږي.

کارپوهانو ویلي، چې د حکومت طرحې د اقتصادي ودې او پانګونې د ملاتړ لپاره په تېرو څلور کلونو کې ناکامه وې او باید په دې برخه کې بیا کتنه وشي.

Trending

Exit mobile version