تازه خبرونه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له مشرانو سره ولیدل
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومې ۳) له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ د سولې د دوه اړخیزو خبرو لپاره کابل ته راغی او د افغان حکومت له مشرانو سره یې دوه اړخیزې خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه، چې ډېر ژر به یو پاکستانی پلاوی د شاه محمود قریشي په مشرۍ افغانستان، ایران، چین او روسیې ته خپل درې ورځنی سفر پیل کړي.
ښاغلي شاه محمود د خپل سفر په بهیر کې له ولسمشر اشرف غني او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي او ټینګار کوي، چې د سولې خبرو ته به د طالبانو په هڅولو کې له هیڅ راز مرستې ډده ونکړي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې په ګلخانه ماڼۍ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاهمحمود قریشي سره ولید او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر او د افغانانو تر منځ د راتلونکیو مذاکراتو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري مهمه وبلله.
دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل. ښاغلي قریشي ویلي، چې باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی. هغه ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله بریالۍ کول د ټولې سیمې مسوولیت دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي زیاتوي: ځينې ستونزې شته، چې د خپلو سفرونو په ترڅ کې به یې حل کړم. دوه اړخیزې اړیکې، اقتصادي او سوداګریزې چارې او د سیمې ثبات هغه مسایل دي، چې د سفرونو په لړ کې به پرې خبرې وکړو.
په دې لیدنه کې ښاغلي رباني ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې د ښه کیدو په حال کې دي؛ ځکه، چې د تېرو لس ورځو په بهیر کې دا د نوموړي دوه یم سفر دی، چې دې هېواد ته تر سره کیږي.
دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له نوموړي سره په خبرو کې د حکومت او طالبانو تر منځ پر خبرو هم ټینګار څرګند کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي: د نوي میلادي کال په لومړۍ میاشت کې به دغه ډول غونډې دوام پیدا کړي او له افغان دولت سره د وسلوالو طالبانو د مخامخ خبرو زمینه به برابره شي.
ځينې انګیرنې داسې هم دي، چې پاکستان له افغان پلاوي سره په ابوظبۍ کې د وسلوالو طالبانو د لیدنې مخه نیولې ده.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وایي: پاکستان د مسکو د ناستې په ګډون غواړي د ځان په ګټه دغه بهیر راوڅرخوي او ځان د امریکا له فشارونو څه نا څه خلاص کړي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته لیک استولی و او له هغه یې غوښتي وه، چې په افغان سوله کې همکاري وکړي. ښايي له همدې کبله وي، چې پاکستان د افغان سولې په اړه فعال شوی او څه موده مخکې یې په ابوظبۍ کې د افغان سولې په اړه د خبرو زمینه هم برابره کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ مخکې کابل د چین او پاکستان په ګډون د درې اړخیزې ناستې کوربه و. په دې ناسته کې درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو او د غونډې ګډونوالو د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډو هلو ځلو ټینګار څرګند کړ.