تازه خبرونه

د لغمان په قرغي ولسوالۍ کې پر سراچه موتر ماین چاودنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې، د لغمان د قرغي ولسوالۍ اړوند د سرخکانو د ګډوالو کمپ په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو پر يوه سراچه موتر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.

 د لغمان والي وياند اسدالله دولتزى وايي؛ په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

 هغه وايي، دغه ملکي وګړي له کمپ څخه مهترلام ښار ته پر لاره ول، چې موتر يې د وسلوالو طالبانو له خوا پر ایښودل شوي سړک غاړې ماين وربرابر شوى دى.

 مسوولينو دا پېښه غندلې.

 تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسووليت ندى منلى.

Trending

Exit mobile version