تازه خبرونه
د مشورتي لویې جرګې ګډونوال دې جرګه تحریم کړي- طالبان
د جرګې لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی؛ خو ګډونوال یې اندېښنه لري، چې ګواکي نظرونو ته به یې پام وشي او که نه.
د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوال اسدالله وایي، چې مونږ د خلکو د غوښتنو د وړاندې کولو لپاره راغلي یو او په جرګه کې باید د چا ځانګړې او شخصي وړاندیزونه په پام کې ونه نیول شي.
د سولې مشورتي لویې جرګې یو بل ګډونوال ویلي، چې مونږ د خپلو خلکو د غوښتنو د وړاندې کولو لپاره ګواښونه منلي؛ خو راغلي یو.
د سولې مشورتي لویې جرګې د کمیسیون مرسیتال ضیاالحق امرخېل وايي؛ په دې جرګه کې یوازې یو کمپاین کیږي، چې هغه د سولې او د جنګ د پای ته رسیدو ، هغه د یو او بل د منلو کمپاین دی او هغه د تېرو ۱۸ کلونو پر لاسته راوړنو ټینګار دي.
که څه هم تر اوسه څرګنده نده، چې د دغې جرګې رییس به ټاکل کیږي او که یا به یې ولسمشر غوره کوي؛ خو د اعلان شوي مهالوېش له مخې د پرانیستي ورځې له غرمې وروسته به سلا مشورې پیل شي، په درېیمه ورځ به پایلې په ډاګه او په څلورمه ورځ به خپلې سپارښتنې حکومت ته وسپاري.
د مشورتي لویې جرګې د انسجام ريیس احمد شعیب رحیم وایي؛ زه فکر کوم، چې ګډونوال ډک زوړنه راغلي او په جرګه کې ګډون کوي او ټول د ویلو خبرې لري. دغه جرګه د دوی د وړاندیزونو او اندېښنو د وړاندې کولو لپاره جوړیږي.
د مشورتي جرګې د پالیسۍ کمیسیون مرستیاله ناحید سرابي وایي، چې سوله خپله بیه لري او یوه بیه یې داده، چې مونږ به د مشورې او د خپلو خلکو د اندونو راټولولو لپاره هغه څه وړاندې کړو، چې بحث پرې کیږي.
لویه مشورتي جرګه په داسې حال کې جوړیږي، چې په وړاندې یې مخالفتونه هم زور اخلي؛ پر طالبانو سربېره د حکومت اجرائيه رييس، د ولسمشریزو ټاکنو دولس ډلو او ګڼو سیاستوالو دغه جرګه تحریم کړې او له ګډونوالو هم غواړي، چې په جرګه کې ګډون ونکړي.
خبریال: خالد نیکزاد