تازه خبرونه
د کرکت ملي لوبډله د نړیوال جام د سیالیو لپاره سکاتلند ته روانه شوه
د کرکت بورد لوی رییس عزیزالله فضلي وایي، چې ملي لوبغاړي به له سکاتلند کرکت ملي لوبډلې سره د همدې میاشتې پر اتمه او لسمه نېټه دوه لوبې ولري. وروسته به ملي لوبغاړي د ایرلند په وړاندې دوه یو ورځنۍ لوبې ولري او وروسته به د بریتانیا د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته ولاړ شي.
د کرکت ملي لوبډلې کیپتان ګلبدین نایب خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د نړیوال جام له څلور غوره لوبډلو سره مو د یو ځای کیدو هڅې پیل کړې دي.
د نړیوال جام سیالۍ به د مې له ۳۰ نېټې په انګلستان او ویلز هېوادونو کې پیل شي. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د استرالیا پر وړاندې کوي.
د یبادونې ده، چې ملي لوبغاړیو په سویلي افریقا کې څو دوستانه لوبې او تمرینات تر سره کړي دي.