تازه خبرونه

د پاکستان پوځ او د کوټې شورا طالبانو ته پروګرامونه جوړوي-امرالله صالح

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان پوځ او د کوټې شورا طالبانو ته پروګرامونه جوړوي او دا ډله له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو اترو واک هم نلري.

که څه هم د امریکا او طالبانو د سولې خبرې روانې دي؛ خو دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشران وایي، چې د دې ډلې بېواکي د دې سبب شوې، چې له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نشي.

دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله پدې ټکي د ټینګار تر څنګ زیاتوي؛ دا ډله په پرانیستې ولسي فضا کې له خلکو سره جنګیږي او خلکو ته هیڅ لاسته راوړنه نلري.

ولسمشر غني ټینګار کړی، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې به کله هم د سولې خبرو قرباني نشي او ځواکونه به له پخوا ډېر ملاتړ تر لاسه کړي.

نوموړي ویلي، چې ښارونه له تازه ګواښونو سره مخ شوي او امنیتي ځواکونه له خلکو څخه د دفاع دنده تر سره کوي. دغه ځواکونه به د سولې په خبرو کې له معاملې سره مخ نشي.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو اصلي ملاتړی پاکستان دی او خلکو ته هیڅ لاسته راوړنه  نلري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ طالبان له مونږ سره په جګړه کې دي او خبرې نکوي. په داسې حال کې، چې تر شا یې یو سیکولار پاکستان ولاړ دی او دا، چې یو نظام یوې ډلې ته، چې په کې ۶ باسوادان یوځای شوي؛ څرنګه غاړه کیدي. د طالبانو ژبه د کوټې شورا او مغز یې د پاکستان اردو ده.

ښاغلی صالح طالبان یوه یاغي ډله یادوي او وایي، دا ډله په پرانیستې ولسي فضا کې جنګیږي او تېرو ۲۵ کلونو کې یې حتا خلکو ته یو جومات، ښوونځی او یو واټ هم ندی جوړ کړی.

په همدې حال کې دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله وایي؛ که څه هم سوله د  ټولو خلکو غوښتنه ده؛ خو حکومت هغه سوله غوره بولي، چې په کې لاسته راوړنې، اساسي قانون او د خلکو حقونه خوندي شي. پرته له دې به  د سولې په بهیر کې هر ډول معامله ناوړه پایلې ولري.

Trending

Exit mobile version