تازه خبرونه
د پاکستان د استخباراتو مشر کابل ته راغلی
د هېواد د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي، چې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۰) د پاکستان د استخباراتو د مشر جنرال فیض حمید او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سهیل محمود سره لیدلي دي.
ښاغلي حقمل زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د اړیکو د عادي کیدو، د روانو ستونزو د حل لپاره د یوې تخنیکي کمیتې د رامنځته کیدو او په پېښور کې د افغان مارکیت د ستونزې د حل په اړه بحثونه او خبرې اترې شوې دي.
ویل کیږي، چې د پاکستان دغه پلاوی په اسلام آباد کې د دوی له لوري د افغان سفیر د احضارولو په اړه د (بښنې غوښتلو) لپاره کابل ته راغلی دی.
دغه راز ناتائید شوي راپورونه په ډاګه کوي، چې پاکستانی پلاوی به د انس حقاني په ګډون د طالب بندیانو او د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د احتمالي تبادلې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي؛ خو دغه څرګندونه یو اړخ هم تائید کړې نده.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې : په غالب ګومان د استخباراتو دغه پلاوی د دې لپاره کابل ته راغلی، چې د اړوند زندانیانو د تبادلې هوکړه وروستۍ کړي او دا کار به ډېر ژر تر سره شي.
د ښاغلي نبیل د څرګندونو له مخې؛ انس حقاني د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د مرستیال سراج الدین حقاني ورور، د حقاني شبکې یو بنسټوال مالي خان ځدراڼ او د ملا نبي عمري( چې په ۲۰۱۴ کال کې د ګوانتانامو له زندانه خوشې شوی) ورور حافظ رشید هغه کسان دي، چې په احتمالي توګه به تبادله شي.