تازه خبرونه

د ناکامورا د ایرو یوه برخه په افغانستان کې خاورو ته سپارل کیږي- جاپاني رسنۍ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

جاپاني رسنیو څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني الاصله افغان داکتر تیڅو ناکامورا د ایرو یوه برخه به د نوموړي له وصیت سره سم په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.

داکتر ناکامورا د جاپان غوندې یو پرمختللی او هوسا هېواد پریښی و او د افغانستان سپېرې دښتې یې پرهغو اوبو خړوبه کړې، چې ګاونډ پاکستان ته پرته له کومې ګټې په وړیا ډول بهیږي.

داکتر تیڅو ناکامورا سلګونه زره کسان پر څو هغو بندونو له لوږې او بېوزلۍ وژغورل، چې ده جوړ کړي وه او زرګونه جریبه ځمکې یې پرې خړوبې کړې.

د جاپان د جې آی جې آی پریس د راپور له مخې؛ داکتر ناکامورا ته یوه نږدې کس ویلي، نوموړي له وژل کیدو وړاندې هیله کړې وه، چې که مړ شو؛ نو د ایرو یوه برخه یې باید په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.

ځینې کابل ښاریان وایي، تیڅو ناکامورا د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره ډېرې هڅې کړي او په کار ده ، چې د ده نیمګړې پروژې بشپړې شي.

ناکامورا د روان دسمبر پر څلورمه/ د لیندۍ ۱۳ د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمه کې له ۵ نورو افغان ساتونکیو سره ووژل شو. افغان حکومت د ده لخوا  په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې پروژې د هغه په نوم ونومولې او جاپان وویل، چې د پروژو د بشپړیدو لپاره یې له افغانستان سره همکاریو ته چمتو دی.

Trending

Exit mobile version