تازه خبرونه
د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر پر مرګ محکوم شو
د تېرنومبر پر ۱۹ پرویز مشرف د پرلپسې ناسوبتیا له کبله د نوموړي د خیانت اړوند جرم په تړاو پرېکړه د نومبر تر ۲۸ وځنډوله.
د اسلام آباد د سترې محکمې له حکم وروسته ځانګړې محکمې د سې شنبې پر ورځ د مشرف پر خلاف دا پرېکړه اعلان کړه.
پرویز مشرف، چې دمګړۍ د دوبۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی باید تر ۳۰ ورځو پورې پاکستان ته راستون او سترې محکمې ته حاضر شي.
د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې د مسلم لیګ نواز ګوند له بریا وروسته د مشرف پر ضد په محکمه کې یې له قانون څخه د سرغړونې دوسیه ثبت شوې وه؛ خو د دغې قضیې د څېړلو له پیله د ځانګړې محکمې څلور قاضیان بدل شول او دوسیه پای ته ونه رسیده.
په دې موده کې مشرف یوازې یوځل دې ځانګړې محکمې ته حاضر شوی؛ خو د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې د درملنې لپاره له هېواده ووت.
پرویز مشرف په ۱۹۹۹ کال کې د یوې پوځي کودتا له لارې نواز شریف له دندې ګوښه کړ او په وینا یې ځان یې له مرګه وژغوره او په ۲۰۰۱ کال یې د هېواد مشري تر لاسه کړه.
پرو يز مشرف په ۲۰۰۸ کال کې له ولسمشرۍ استعفا ورکړه.
دا د پاکستان په تاریخ کې لومړنی ولسمشر دی، چې د اساسي قانون ماتونې پر جرم درنده سزا ورکول کېږي.