تازه خبرونه
د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې څلور غرنۍ وزې ښکارشوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پروان والي ویانده وحیده شهکار پېښه منلې او وایي، چې د دې ولایت د سالنګ ولسوالۍ په کوک لامي دره کې ښکاریانو څلور لږ پیداکیدونکې غزنۍ وزې ښکار کړې دي.
نوموړې زیاته کړې؛ د دې ولسوالۍ پولیس هڅه کوي، چې د دغو وزو ښکاریان پیدا او ونیسي.
د پروان ولایت د چاپېریال ساتنې مسوولین په دې اړه له څرګندولو ډډه کوي؛ خو وایي، چې تر دې دمه د یادې پېښې په اړه بشپړ معلومات نلري.