تازه خبرونه
د کرکت نړيوالې شورا د افغان کرکت ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي وستایل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کرکت نړيوالې شورا ویلي، چې د شل آوريزو نړيوالو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې مخکښو توپ اچوونکیو راشد خان ارمان او مجيب الرحمن ځدراڼ لومړی او دويم ځایونه ساتلی دي.
دغه راز ویل کیږي، چې محمد نبي د الراوندرانو په برخه کې د تېر په څېر په لومړي مقام کې دی او حضرت الله ځاځي بيا د توپوهونکیو په لړ کې اتم مقام ساتلی دی.