تازه خبرونه

د پروان زندان له بنده به د طالب زندانیانو د خلاصون بهیر سبا پیل نه شي

Published

on

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د خلاصون پر څرنګوالي اختلاف، دغه بهیر له ننګونو سره مخ کړی دی. بلخوا د بشر حقونو په چارو کې د دولت وزارت د طالب بندیانو د خلاصون پر کړنلارې نیوکه کوي، وایي، د ګوتو نښان او لیکلې ژمنه د جګړې میدانونو ته د دې بندیانو د ورتګ مخه نه شي نیولی.

د محمد اشرف غني د فرمان له مخې، د شنبې پر ورځ باید د بګرام له زندان څخه د ۱۵۰۰ طالب بندیانو د آزادولو بهیر پیل شي. خو طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د طالبانو او حکومت تر منځ د دې بندیانو د خلاصون پر څرنګوالي اختلافات پیدا شوې او له دې کبله به دا لړۍ د شنبې پر ورځ پیل نه شي.

سید اکبرآغا، د طالبانو د ډلې پخوانی غړی، ویلي چې طالبان غواړي چې د دوی بندیان باید له امریکې سره د موافقتنامه پر بنسټ خوشې شي، خو حکومت دغه بندیان د خپلې خوښې مطابق خوشې کوي.

حکومت د بندیانو د تدریجي او په مشروط ډول د خوشې کېدو غوښتنه لري؛ خو طالبان غواړي چې پنځه زره بندیان یې باید د افغانانو د خپل منځي خبرو څخه مخکې بې له قید او شرط څخه خوشې شي. خو حکومت ویلي، د افغانانو د خپل منځي خبرو په پیلېدو سره به دوو اوونیو کې پنځه سوه طالب بندیان خوشې شي.

خلیل صافی، د افغانستان د سولې مرکز رییس، وایي چې طالبان د خپل ۵۰۰۰ زندانیانو د خلاصولو خوښتونکي دي، پرته له دې به د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې پیل نه شي.

د ملي امنیت شورا ته دنده ورکړل شوې چې د طالب بندیانو د خلاصون لپاره د ولسمشر فرمان پلي کړي، خو دې پوښتنې ته یې ځواب ورنکړ چې آیا بندیان به د شنبې په ورځ آزاد شي او که نه؟ په همدې حال کې د بشر حقونو چارو کې د دولت وزارت د بندیانو د خلاصون په کړنلارې سختې نیوکې کوي او وایي، دا کړنلاره نه شي کولی د جګړې میدانونو ته د طالبانو د ورتګ مخنیوی وکړي.

سیما ثمر، د بشر حقونو په چارو کې د دولت وزیره، وایي د ګوتو د نښو اخیتل او لیکلي تعهدات نه شي کولې چې د جګړې ډګر ته د هغو د ورتګ مخنیوې وکړي.

 تر اوسه لیدل کیږي چې، نه افغان حکومت له خپل دریځ څخه ګوښه شوې او نه هم طالبان. په دې سره، داسې نه ښکاري چې د افغانانو د خپل منځي خبرو لپاره به لار ژر پرانیستل شي.

Trending

Exit mobile version