تازه خبرونه
د ماین په چاودنه کي د هلمند د سرحدې ځواکونو قومندان ووژل شو
له تېرو لس ورځو راپدیخوا د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې عملیات روان ول او امنیتي ځواکونو د شنبې پر ورځ له خبریالانو سره یو ځای مارجې ته سفر درلود، چې هلته د خپلو عملیاتو پرمختګونه او تصفیه شوي سیمي خبریالانو ته وښيي. کله، چي د امنیتي ځواکونو قطار له ناوې ولسوالۍ تېر شو او د مارجې ساحې ته وردننه شو؛ نو هغه موتر، چي سرحدي لواء قومندان برید جنرال ظاهرګل مقبل او د شمشاد تلویزیون خبریال سردار محمد سرورې په کې ول، د ماين چاودنه پرې رامنځته شوه.
د هلمند والي وياند عمر ځواک ويلي، چي په چاودنه کې برید جنرال قومندان مقبل ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکړ؛ خو په پېښه کې د شمشاد تلویزیون خبریال سردار محمد سروري او درې سرتېري ټپیان شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ندی.
ویل کیږي، چې د موترو په دې کاروان کې د هلمند نور خبریالان هم ول، چې هغوی په نورو موټرو کي له سیمې ايستل شوي دي.
خبريالان هر یو الیاس داعي او زین الله ستانکزی، چي د چاودنې په ځاى کې ول وايي، سيمه نه وه پاکه شوې او دوى ورغوښتل شوي وه؛ ځکه دغه پېښه رامنځته شوه.
طالبانو د دغه برید پړه ومنلې ده.
د افغانستان دفاع وزارت هم د برید جنرال ظاهرګل مقبل د وژل کیدو پخلی کړی او دغه پېښه یې په یوه خبرپاڼه کې غندلې ده.
دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې مارجه له وسلوالو طالبانو پاکه شوې او د طالب قومندان ملاعبدالباري په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي، ۱۰۳ کړۍ ماینونه خنثی شول، د چاودیدونکیو توکو دوه زیرمې او ۶ اداري مرکزونه یې هم ویجاړ شوي دي.
خبریال: بریالی رحیمي