تازه خبرونه
د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ډېرې پرېکړې په پټه کیږي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ځينې کمیشنران وايي، چې په کمیسیون کې ډېرې پرېکړې په پټه کیږي.
د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د نويو کسانو له ګومارلو سره هیلې را وټوکیدې، چې ګواکي نوي مدیران به د راتلونکیو ټاکنو د شفافیت لپاره کار وکړي؛ خو اوس د دې کمیسیون ځينې غړي ادعا کوي، چې په کمیسیون کې ځينې محدود کسان په پټه پرېکړې کوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنره ملیحه حسن وايي، چې ډېري کمیشنران د کمیسیون پر پرېکړو نه خبریږي او ځيني مشخص کسان پرېکړې کوي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید وايي، چې د ټاکنو د تر سره کولو لپاره د کمیسیون هڅې سر له اوسه له ناکامۍ سره مخ دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي، چې دوی د ټاکنیز بهیر د اصلاح لپاره ژمن دي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي؛ په ټاکنو کې د خلکو ګډون مهم دی، چې د دوی په باور تر اوسه په دې برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.