بلخ @ps

د کرونا ویروس له وېرې چمن او حیرتان دروازې وتړل شوې

Published

on

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ويروس د خپریدو له وېرې پاکستان له افغانستان سره د چمن او ازبکستان د حیرتان دروازې وتړلې.

ازبکستان د دوشنبې پر سهارد کب ۱۲ له افغانستان سره خپله پوله وتړله.

د بلخ والي ویاند منیر احمد فرهاد آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې دغه پرېکړه ازبکستان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پولې تړل لنډمهاله دي او ډېر ژر به بیا پرانستل شي.

د حیرتان بندر سیمه ییزو چارواکو ویلي؛ د ازبک چارواکو دا کار له همغږۍ پرته کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې له ایران څخه مزارشریف ته دوه الوتنې تر سره شوي، چې مسافر یې د روغتیایي کارکوونکیو له کتنې وروسته خپلو کورونو ته تلي، چې یو یې هم دا ویروس نه درلوده او نه هم په بلخ کې د دې ویروس کومه پېښه ثبت شوې ده.

د پاکستان امنيتي مسؤولينو ویلي، چې له تېرې يوې مياشتې راپدیخوا يې په چمن کې هر تلونکی مسافر معاينه کاوه؛ خو سر له ننه يې دغه دروازه د تګ راتګ لپاره وتړله.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ويروس د خپریدو له وېرې سر له دوشنبې به د مارچ تر نهمې نېټې له افغانستان سره د چمن پوله تړلي وي.

د کندهار ولايت چارواکو منلې، چې پاکستان د ديورند پر فرضي کرښه د چمن دروازه تړلې ده.

پاکستان او ازبکستان وروسته له هغې دا پرېکړه کړې، چې په هرات ولايت کې د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه تائيد شوې؛ خو په پاکستان کې تر اوسه د کرونا ويروس څلور پېښې ثبت شوې دي.

Trending

Exit mobile version